د برېټانیا لومړی وزیر روانه اونۍ هند ته سفر کوي

د برېټانیا لومړی وزیر روانه اونۍ هند ته سفر کوي
د بریتانیا د بهرنيو چارو وزیره لیز ټروس هم د همدغو هڅو په لړ کې تېره میاشت نوي ډيلي ته تللې وه. هغې غوښتل چې هند پر روسیې بندیزونه ولګوي او له بریتانیا سره د سوداګرۍ، دفاع، انرژۍ او د خوړو د امنیت برخو کې همکاري پراخه کړي.
( 2022 / 4 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ټاکل شوې چې د بریتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن روانه اونۍ هند ته ولاړ شي.
د هغه دا سفر پخوا پلان شوی خو د کرونا وبا له کبله ځنډېدلی و. ويل شوي چې هغه به د جمعې پر ورځ نوي ډیلي کې له خپل هندي سيال نرېندرا مودي سره وګوري او د خپلمنځي دفاعي او سوداګریزو اړیکو په پراختیا به ورسره وغږېږي.
دا د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه هند ته د جانسن لومړنی سفر دی. شنونکي وايي، بریتانیا پر اوکرایین د روسیې یرغل ته په کتو هڅه کوي هند قانع کړي چې پر مسکو تکیه کمه کړي.
د بریتانیا د بهرنيو چارو وزیره لیز ټروس هم د همدغو هڅو په لړ کې تېره میاشت نوي ډيلي ته تللې وه. هغې غوښتل چې هند پر روسیې بندیزونه ولګوي او له بریتانیا سره د سوداګرۍ، دفاع، انرژۍ او د خوړو د امنیت برخو کې همکاري پراخه کړي.
د هند حکومت تر دې دمه د اوکرایین د جګړې له کبله پر مسکو نیغ په نیغه نیوکه نه ده کړې. دغه هېواد ان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله کې هم خپله رایه د روسیې د یرغل د غندلو لپاره ونه کاروله.





