ننګرهار کې پاکستان ته د ډالرو د قاچاق مخه نيول شوې ده

0
186

د تورخم کميسار سيد غازي الله هاشمي ويلي چې نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی او په لومړنیو څېړنو کې یې ویلي چې دغه ډالر يې پاکستان ته د ګټې وټې په موخه لېږدول. هاشمې زیاته کړې چې له نیول شوي کس څخه څېړنې پیل شوې دي او ډېر ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

(2022 / 4 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي تورخم ښارګوټي کې يې يو کس نيولی چې غوښتل يې ۶۰۰ زره امريکايي ډالره په قاچاقي توګه پاکستان ته ولېږدوي.

د تورخم کميسار سيد غازي الله هاشمي ويلي چې نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی او په لومړنیو څېړنو کې یې ویلي چې دغه ډالر يې پاکستان ته د ګټې وټې په موخه لېږدول. هاشمې زیاته کړې چې له نیول شوي کس څخه څېړنې پیل شوې دي او ډېر ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ډالرو د قاچاق په تور ګڼ شمېر کسان نیول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

Leave a reply