د ایران د نتنز پۀ اټومي بټۍ کې م،م کمرې لګولي دي 

0
196

د ایران د نتنز پۀ اټومي بټۍ کې م،م کمرې لګولي دي 

ایران د ۲۰۲۱ کال له فبروري میاشتې راپدیخوا د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې لخوا د نصب شویو کمیرو ویډیوګانې او انځورونه له ځان سره خوندي ساتلي او د اتومي تړون د بیرته احیا کیدو لپاره یې د یوې وسیلې په توګه کاروي.

(2022 / 4 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو د اتومي څار اداره وایي د تهران په غوښتنې یې د دغه هیواد د نتنز په اټومي بټۍ کې چې د ځمکې لاندې جوړه شوې، نوې کشفي کمرې لګولې چې د یو نوي سنټرفیوژ د ورکشاپ څارنه وکړي.

ملګري ملتونه د تهران په غوښتنې دا اقدام په داسې حال کې کوي چې د ایران د اټومي موافقې د بیرته احیا کولو لپاره هلې ځلې په ټپه ولاړې دي.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې چې مرکز یې د اتریش په پایتخت ویانا کې دی ویلي چې دغه نوې کشفي کمرې یې د تېرې سې شنبې په ورځ د نتنز په اتومي بټۍ کې ځای پر ځای کړې او د ماشینونو څخه یې پوښونه لیرې کړي.

دا ماشینونه د هغو وسایلو لپاره مهمې پرزې جوړوي چې په لوړه کچه تاویږي او د یورانیم ګاز غني کوي.

Leave a reply