په وادي تیراه میدان کې د سیکانو ټولنې یو سوداګر ځایی خلقو لپاره د روژې میاشت کې خوراکې توکي ورکړي

د وادي تیراه میدان سیکهه سوداګر ځایی خلقو سره ناست دې.
نصیب شاه شینواري
د ضلع خیبر په لرې پرته او د سیلګرۍ په سیمه وادي تیراه کې یو سیکهه سوداګر په مسلمانانو کې د 90,000 روپیو د روژې لپاره خوراکي سامان ویشلی دی. د تفصيلاتو ترمخه تيراه ميدان دره کښې د سیکانو د ټولنې سره تعلق لرونکي يو سوداګر پرلت سنګه د تيراه ميدان په مقامي خلقو کښې د روژې په مبارکه میاشت کې خوراکي سامان اوویشل ، په خوراکی توکو کې خورما او شمیر نور خوراکی توکي شامل وو.
پرلات سینګهه د ۵ پینځه من څخه زياته خرما، شل کيلو ګرامه ليمو، شپيته بوتله شربت او دوه بوجې بوره او نور خوراکي توکي ی ځایی خلقو ته ورکړل.
د ځایی خلقو مطابق د سیکانو ټولنې دې تن یو جومات لپاره ۱۴ بوجې سیمنټ هم ورکړل چې په دې ځایی خلقو د سیکهه سوداګر څخه زیاته مننه وکړه.
د انصاف بزنس کمیونټي صدر حاجي شېر محمد آفريدي په وادي تيراه کې د ترهه ګرۍ څخه بد متاثره خلقو له د روژې به مبارکه میاشت کې په خوراکي توکو ورکولو د سیکانو کمیونټې سوداګر پرلات سینګهه څخه مننه وکړه.

د وادي تیراه میدان سیکهه سوداګر ځایی خلقو ته خورما ورکوي.






