د پنجاب وزیراعلی به نن سوګند پورته کړي

0
164

باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب نوې ټاکل شوې وزيراعلي حمزه شهباز به نن شپه د خپلې څوکۍ سوګند پورته کوي۔

د حمزه شهباز د سوګند پورته کولو مراسم به نن ماښام اته بجې په ګورنر هاؤس لاهور کې کېږي، خو تر اوسه معلومه نه ده چې د پنجاب ګورنر عمر سرفراز چیمه به د حمزه شهباز نه حلف اخلي او که نه؟
بلخوا ګورنر هاؤس ته د ډپټي سپيکر لاهور د دفتر نه د پنجاب وزيراعلي په توګه د حمزه شهباز د كاميابۍ نوټيفيكيشن ترلاسه شوے۔

د خبر له مخې حمزه شهباز د پنجاب نوی مشر ټاکل شوی دی. ګورنر هاؤس دې د پنجاب د وزيراعلي په توګه د حمزه شهباز د انتخاب نوټيفيكيشن جاري كړي۔

Leave a reply