اروپايي ټولنې پر روسیې لا ډېر بندیزونه وضع کړل

اروپايي ټولنې همدا راز ویلي چې د روسیې د انرژۍ برخه به هم په دې بندیزونو کې شامله وي چې د روسیې لپاره به سختې او نه جبرانېدونکې اقتصادي پایلې ولري.
اروپايي کمیسیون دغه راز خبرداری ورکړی چې که روسیه اوکراین کې خپلو بریدونو ته ادامه ورکړي نو د بندیزونو نور پړاوونه به هم عملي کړي.
(2022 / 4 / 17 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اروپايي کمیسیون مشرې اورزلا فن درلاین په تازه څرګندونو کې ویلي چې د بندیزونو شپږم پړاو به یې ډېر ژر د روسیې مهمې اقتصادي برخې په نښه کړي.
د نوموړې په خبره تر ټولو مهم هدف چې په دې بندیزونو کې به اغېزمن شي هغه د روسیې تر ټولو ستر بانک دی.