عمران خان د پاکستان عزت خرڅ کړې دې: احسن اقبال

0
152

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن جنرل سيکرټري احسن اقبال وايي عمران خان ساعت او زيورات نه بلکې د پاکستان عزت خرڅ کړی دی.

احسن اقبال په پخواني وزيراعظم نيوکه کړې وه چې عمران خان د توشه خانې نه په دوه کروړه روپو ډالۍ واخستې ،بیا خرڅې کړي او ۱۸ کروړ روپۍ ی ګټلې دي.
احسن اقبال اوویل چې عمران خان ساعت نه دی خرڅ کړی، ګاڼې یې نه دی پلورلی، د پاکستان عزت یې خرڅ کړی دی.د مسلم ليګ ن مشر وويل عمران خان لومړى وزير دى چې په بازار کې يې پاکستان ته د سوغاتو په خرڅولو سره پيسې وګټلې.

هغه اوویل چې که د پاکستان لومړی وزیر داسې کار وکړي چې د بهرني هیواد ورکړل شوې ډالۍ په بازار کې خرڅوی نو نو ډالۍ ورکوونکي به څه فکر کوی؟
ياده دي وي چي څو ورځي وړاندي وزيراعظم شهباز شريف سينئر صحافيانو سره خبرو کښي وئيلي وو چي هغه تصديق کولي شي چي عمران خان په دوبئي کښي د پاکستان وزيراعظم ته وړاندي شوي شيان او ډالۍ په 140 مليونه روپو خرڅ کړي دي۔

Leave a reply