د عمران خان د احتساب پخوانۍ سلاکار شهزاد اکبر بهرني هیواد ته سفر کړې

باغی ټي وي رپورټ
د احتساب په برخه کې د عمران خان پخوانی سلاکار شهزاد اکبر د سټاپ لسټ څخه د نوم د ایستلو وروسته له پاکستانه څخه بهرني هیواد ته تللې دې.
سرچينې زياته کړې، چې شهزاد اکبر نن ماسپښين درې بجې په يوه بهرنۍ الوتکه کې دوبۍ ته ولاړ او له هغه ځايه به لندن ته ولاړ شي.
ياده دي وي چي څو ورځي وړاندي د ايف آئي اے لخوا د شهزاد اکبر او شهباز ګل په شمول د شپږ کسانو نومونه سټاپ ليسټ کښي شامل کړي شوي وو د کوم په ضد چي دغه کسانو اسلام آباد هائي کورټ ته رجوع کړي وه۔
د شهزاد اکبر او نورو نومونه د اسلام اباد هائي کورټ په حکم د سټاپ لسټ نه ايستل شوي دي.






