کولمبیا کې د یو وسلوال کس لۀ لوري پر خلکو ډزو کولو مرګ ژوبله اړولې

کولمبیا کې د یو وسلوال کس لۀ لوري پر خلکو ډزو کولو مرګ ژوبله اړولې
امنیتي چارواکي وايي چې د برید اصلي علت نه دی روښانه خو دومره معلومه ده چې بریدګر په رواني لحاظ سالم دی او له وژل شوو درېیو کسانو سره یې مخکینۍ ستونزه هم درلوده.
(2022 / 4 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په کلمبیا کې د یوه وسل وال کس په ډزو کې دیارلس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کلمبیا امنیتي مسوولینو رسنیو ته ویلي چې د یوه ستر تجارتي مرکز مخې ته یوه وسله وال پر خلکو ډزې کړې دي چې له امله یې درې کسه وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
امنیتي چارواکي وايي چې د برید اصلي علت نه دی روښانه خو دومره معلومه ده چې بریدګر په رواني لحاظ سالم دی او له وژل شوو درېیو کسانو سره یې مخکینۍ ستونزه هم درلوده.
په وروستیو کې په ګڼو غربي هېوادونو کې دغه ډول وسله وال بریدونه ډېر شوي چې تر ډېره له ځان سره مرګ ژوبله هم لري.





