روسي ځواکونو د اوکراین پر پلازمېنه بریدونه ډېر کړي دي

روسي ځواکونو د اوکراین پر پلازمېنه بریدونه ډېر کړي دي
سرچینې کاږي چې روسیه په دې عملیاتو کې له ویجاړوونکو توغندیو او هوايي بریدونو کار اخلي. بلخوا د اوکراین ولسمشر بیا په تازه غبرګون کې ویلي چې که د روسیې په بریدونو کې اوکرایني پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته نو له دغه هېواد سره به مذاکرات لغوه کړي او جګړه به شدیده کړي.
(2022 / 4 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیې یو ځل بیا د اوکراین پر پلازمینه کېف بریدونه پيل کړي دي.
په اوکراین کې د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، روسیې د کېف په ګډون پر ځینو نورو ښارونو هم سخت بریدونه پيل کړي او جګړه یې تېزه کړې ده.
سرچینې کاږي چې روسیه په دې عملیاتو کې له ویجاړوونکو توغندیو او هوايي بریدونو کار اخلي.
بلخوا د اوکراین ولسمشر بیا په تازه غبرګون کې ویلي چې که د روسیې په بریدونو کې اوکرایني پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته نو له دغه هېواد سره به مذاکرات لغوه کړي او جګړه به شدیده کړي.
اوکراین وایي دوی به یو ځل بیا روسیې ته درانه تلفات واړوي او د جګړې لپاره بشپړه تیاري لري.






