ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي ویلي چې م،م دې پۀ افغانستان د پاکستان پر وروستۍ حملې سترګې نۀ پټوي

ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي ویلي چې م،م دې پۀ افغانستان د پاکستان پر وروستۍ حملې سترګې نۀ پټوي
هغه زیاته کړې چې دا د پاکستان له لوري د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی چې باید ژر تر ژر د مسوولو نړیوالو اداراتو له لوري دغه کړنه و ارزول شي. نوموړي ویلي چې په دې پېښه کې شاوخوا څلوېښت کسان وژل شوي دي.
(2022 / 4 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
نړیواله ټولنه دې د پاکستان پر وروستۍ کړنه چوپتیا ماته کړي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ مسوول ویلي پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه د هېواد پر ارضي تمامیت تېری دی او په دې برخه کې د نړیوالو چوپتیا د غندلو ده.
نوموړي پر ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو مسوولو بنسټونو غږ کړی چې د پاکستان پر دې تېري دې سترګې نه پټوي او ژر تر ژره دې خپل دريځ روښانه کړي.
هغه زیاته کړې چې دا د پاکستان له لوري د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی چې باید ژر تر ژر د مسوولو نړیوالو اداراتو له لوري دغه کړنه و ارزول شي.
نوموړي ویلي چې په دې پېښه کې شاوخوا څلوېښت کسان وژل شوي دي.






