ملګرو ملتونو پر افغان خاوره د پاکستان وروستی برید غندلی دی 

0
171

ملګرو ملتونو پر افغان خاوره د پاکستان وروستی برید غندلی دی 

یونما زیاتوي چې په خوست او کونړ کې په دې برید کې ملکي وګړي وژل شوي دي او دوی دا پېښه په کلکو ټکو غندي. پاکستاني الوتکو تېره ورځ د کونړ او خوست پر ځینو سیمو هوایي بریدونه وکړل چې د راپورونو له مخې شاوخوا څلوېښت کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې دې په دې بریدونو کې وژل شوي دي.

 

(2022 / 4 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګرو ملتونو پر افغان خاوره د پاکستان برید غندلی دی. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په دې بریدونو کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله جدي اندېښنه ښيي.

یونما زیاتوي چې په خوست او کونړ کې په دې برید کې ملکي وګړي وژل شوي دي او دوی دا پېښه په کلکو ټکو غندي.

پاکستاني الوتکو تېره ورځ د کونړ او خوست پر ځینو سیمو هوایي بریدونه وکړل چې د راپورونو له مخې شاوخوا څلوېښت کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې دې په دې بریدونو کې وژل شوي دي.

افغان حکومت د پاکستان پر دې کړنه غبرګون ښوودلی، د دغه هېواد سفیر یې احضار کړ او تازه د حکومت مرکزي ویاند ویلي چې د پاکستان د ورته غیر قانوني اقداماتو تکرار به له خورا سخت ځواب سره مخ شي.

Leave a reply