نن جمهوریت بریالې شوې دې: د پنجاب وزیراعلی حمزه شهباز

0
167

باغی ټي وي رپورټ
حمزه شهباز شريف د پنجاب د وزيراعلي په توګه له ټاکل کېدو وروسته په خپله وينا کې ويلي، چې د خلکو او حکومت تر منځ واټن به ختموي.

د قائد اعوان منتخب کیدو نه پس اسمبلۍ ته خطاب کښې حمزه شهباز اوویل چې د ډپټي سپیکر زړورتیا ته خراج تحسین وړاندې کوم، نن جمهوریت ګټلې ده، هغه اوویل چې نن قانون او آیین پورې خندا شوې ده او ډپټي سپیکر باندې حمله شوې ده.
د پنجاب نوي ټاکل شوي وزیراعلی د پيپلز ګوند حسن مرتضي، د پي ټي آئي عبدالعليم خان او جهانګير ترين د ملاتړ مننه وكړه۔
حمزه اعلان وکړ چې د متحدینو په مرسته به نوی سپیکر راوستل کېږي او د ډپټي سپیکر په ضد د تشدد په اړه دې د ایوان دننه کمېټۍ جوړه کړل شي او د نن ورځې د پېښې دې پوره پوره تحقیقات وشي.

Leave a reply