ایف آیی اې د مهمو شخصیتونو نومونه د سټاپ لسټ نه بهر کړي دي

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) د شپږو کسانو نومونه د سټاپ لسټ نه لرې کړي چې پکې د داخله او احتساب پخوانی سلاکار شهزاد اکبر، شهباز ګل او پخواني پرنسپل سیکرټري اعظم خان شامل دي.
د ايف آئي اے لخوا د عمل درآمد رپورټ هم اسلام آباد هائي کورټ ته جمع کړے شوے دے۔
رپورټ کښي وئيلي شوي دي چي د ايف آئي اے افسر ډاکټر رضوان، د پي ټي آئي ډيجيټل ميډيا مشر ارسلان خالد او محمد نفيس ګوهر نومونه هم د سټاپ لسټ نه ايستل شوي دي۔
ياده دي وي چي اسلام آباد هائي کورټ د دغه کسانو نومونه د سټاپ ليسټ نه د ويستلو حکم جاري کړي وو۔





