حمزه شهباز د پنجاب وزیراعلی وټاکل شو

0
167

باغي ټي رپورټ
نن په پنجاب اسمبلۍ کې د شورماشور او په پروزیر الهي د دتشدد کولو باوجود د اپوزیشن ګوندونو له خوا د پنجاب وزیراعلی لپاره کاندید او د وزیراعظم شهباز شریف ځوی حمزه شهباز د پنجاب صوبې وزیراعلی وټاکل شو.
د مسلم ليګ ن ګوند مشر حمزه شهباز د پنجاب د نوي وزيراعلی په توګه وټاکل شو.

د پي ټي آئي او مسلم ليګ (ق) تر بائيکاټ وروستو په ايوان کښې د ووټ اچولو عمل شروع شو چې پکښې حمزه شهباز 197 ووټونه ترلاسه کړل او پرويز الٰهي هيڅ ووټ وانخيست.

د پنجاب اسمبلۍ غونډه نن غرمه 11:30 بجې د ډپټي سپيكر دوست محمد مزاري په مشرۍ كښې پېل شوه خو د غړیو ترمینځ نښتې او شورماشور په وجه و ځنډول شوه.
د اسمبلۍ غړو ته په ايوان کې د رابللو لپاره زنګونه اووهل شول خو د سختو امنيتي انتظاماتو د ادعا باوجود د حکومت ښځينه غړو په اسمبلۍ کې لوټې له ځانه سره راوړي وې او د لوټا لوټا نعرې يې وهلې چې له امله يې په ايوان کې سخت شور جوړ شو.
بل اړخ ته ډپټي سپيکر دوست محمد مزاری ژمنه کړې وه چې نن د اسمبلۍ په غونډه کې به ضرور د وزیراعلی ټاکنه وشی او هم دغسې وشو چې حمزه شهباز شریف د پنجاب اسمبلۍ وزیراعلی وټاکل شو.

Leave a reply