په هلمند کښې د امارت اسلامی په حق کښې د سلګونو خلقو غونډه

په هلمند کښې په سلګونو خلق د طالبانو په حق کښې غونډه کوي.
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان هلمند نه په ټولنیز رسنیو داسې عکسونه خپاره شوي چې په یو لوی میدان کښې په سوونو خلق را جمع شوي دې.
په دې خلقو کښې اسلامی عالمان او ځای ځوانان شامل وو چې د امارت اسلامی افغانستان سره ی د یو والي او حمایت څرګندونه وکړه.
یاده دې وی چې کله نه چې په افغانستان کښې د امارت اسلامی کنټرول لاس ته راغلې نو د هغه ورځ نه طالبانو د عام خلقو ته د معافي اعلان کړي، طالبانو د پنجشیر د کنټرول لاس ته راوړلو نه په افغانستان کښې د جنګ د ختمولو اعلان هم کړې دې.






