ملګري ملتونه وایي د افغانستان اقتصاد باید وژغورل شي

0
219

ملګري ملتونه وایي د افغانستان اقتصاد باید وژغورل شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې او د یونما مشرې دیبورا لاینز په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني باید دغه هېواد ته ورکړل شي او تر څنګ یې دې له دې شتمنیو او پیسو کلکه څارنه هم وشي.

 

(2021 / 9 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې او د یونما مشرې دیبورا لاینز په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني باید دغه هېواد ته ورکړل شي او تر څنګ یې دې له دې شتمنیو او پیسو کلکه څارنه هم وشي. نوموړې ویلي نړیوال دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان اقتصاد تر دې هم خراب شي او ددغه هېواد د کمزوري کېدو سبب شي. نوموړې ویلي چې همدا اوس زرګونه افغانان بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري او د وچکالۍ له امله افغانستان سره پراخو بشري مرستو ته اړتیا ده، نو ځکه باید د افغانستان کنګل شوې شتمني دغه هېواد ته ورکړل شي او بشري مرستې دې ډېرې شي. دیبورا لاینز وايي که وضعیت همداسې دوام وکړي ښايي فقر او بېکاري ډېره شي او په دې توګه د فقر کچه په دغه هېواد کې ۹۷ سلنې ته ورسېږي.

Leave a reply