د پخواني افغان چارواکو بانکي حسابونه تړل شوي

باغي ټي وي رپورټ
د امارت اسلامی افغانستان مشرانو رسنیو ته ویلي چې د پخواني افغان حکومت ځنې چارواکو بانکي حسابونه ی تړلي چې دوی په اداري فساد کښې ککړ وو.
د طلوع نیوز یو رپورټ مطابق د اسلامی امارت د فرهنګي کمیسون غړي انعام الله سمنګاني ویلي چې هغه پخواني افغان چارواکي چې د هیواد نه تښتیدلي ، ددوی بانکي حسابونه تړل شوي دې.
دا رپورټ په داسې وخت کښې راغلې چې د افغانستان پخواني چارواکو کښې ځنې په مالي او ادراي فساد کښې ککړ وو.






