لاهور هایی کورټ، د پنجاب اسمبلۍ ډپټي سپیکر عدالت ته راغوښتي دي

باغی ټي وي رپورټ
تيره ورځ لاهور هائي کورټ د مسلم ليګ (ق) په درخواست د پنجاب اسمبلئ سپيکر پرويز الهي او ډپټي سپيکر دوست محمد مزاري عدالت ته رابللي دي.
د ډپټي سپيکر د اختياراتو بحالۍ په ضد د سپيکر پنجاب اسمبلۍ او مسلم ليګ (ق) لخوا انټر کورټ اپيل دائر کړے شوے وو چې پکښې دوست محمد مزاري او سيکرټري اسمبلئ فریق جوړ کړے شوي وو۔
درخواست کې دریځ خپل کړې شوې دې چې سنگل بنچ د درخواست د اورېدو اعتراض په نظر کې نه دی نيولی او نه هم عدالت د درخواست د منظورۍ په اعتراض کومه پرېکړه هم نه ده کړې .
رويز الاهي د ډپټي سپيکر د اختیاراتو بحالۍ دپاره د سنگل بنچ فيصله غيرقانوني او غيرقانوني ګرځولو لپاره د چيف جسټس فيصله يې تر وروستۍ فيصلې پورې د ځنډولو اپیل کړې شوې دې.






