پنجاب اسمبلۍ کې شورماشور او جهګړا،پرویز الهي سخت ټپي شوې دې

0
198

باغي ټي وي رپورټ
نن د پنجاب اسمبلۍ په تالار کې د شورماشور او په یو بل د تشدد کولو په مهال وزیراعلی څوکۍ لپاره کاندید پرویز الهي ټپی شوې دې.
د پنجاب اسمبلۍ د وزیراعلی لپاره کاندید پرویز الهي هم په دې شورماشور کې ټپي شوې دې، د اسمبلۍ څخه بهر راوړل شوې دې .
وروسته له جیو نیوز سره په خبرو کې پرویز الهي وویل چې لاس یې مات شوی او سینه یې هم سخته ژوبله شوې ده، هغه د اپوزیشن غړي غداران بللي دي.
په ما د تشدد کولو کې آیی جي پنجاب ککړ دې.
هغه تور ولګاوه چې رانا مشهور مې وليدل چې په ما ی تشدد کول او حمزه ورته له ليرې څخه کتل او لارښوونې کولې، هغه اوویل چې پر ما بريد وشو او زما د وژلو هڅه يې وکړه.

Leave a reply