سپریم کورټ د عمران خان له لوري جمع کړې شوی یو مهم درخواست اوریدنه کوي

باغی ټي وي رپورټ
سپريم کورټ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) قومي اسمبلۍ د منحرف غړو د ټول عمر لپاره د نااهل کولو په اړه د عمران خان له لوري جمع کړې شوي درخواست د اوریدنې لپاره مقرر کړې دې.
د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال د درخواست اوريدنې لپاره پنځه کسيزه لويه بينچ جوړ کړے دے.
لوې بېنچ کې چيف جسټس عمر عطابنديال، جسټس اعجازالحق، جسټس مظهر عالم، جسټس منيب اختر او جسټس جمال خان مندوخېل شامل دي.
پينځه کسيزه لارجر بينچ به د ګل په ورځ ماسپښين يو بجه د عمران خان د درخواست اوريدنه کوي او د عمران خان په طرفه به بابر اعوان عدالت ته حاضريږي.
ياده دې وي چې د پخواني وزيراعظم عمران خان په ضد د عدم اعتماد تحريک وړاندې کولو وروستو په قومي اسمبلۍ کې د پي ټي ائي 20 څخه زياتو غړو د هغه په ضد د ووټ اچولو اعلان کړى وو او په دې اساس پي ټي ائي د دغو غړو د نااهلۍ لپاره په سپریم کورټ کې درخواست دائر کړى شږې دې. پي ټي آئي غوښتنه کوي چې دغه غړي دې د ټول عمر لپاره نااهل کړل شي.






