پر خوست او کونړ د پاکستاني الوتکو بریدونه؛ د ا.ا بهرنیو چارو وزارت د یاد هېواد سفیر احضار کړی 

0
174

پر خوست او کونړ د پاکستاني الوتکو بریدونه؛ د ا.ا بهرنیو چارو وزارت د یاد هېواد سفیر احضار کړی 

د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه اپرېل ۱۶ (وري ۲۷) ویلي چې امیر خان متقي او د دفاع وزارت مرستیال ملا شیرین اخند په دغه ناسته کې په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستاني پوځ وروستي بریدونه غندلي او د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.

 

(2022 / 4  / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د طالبانو د بهرنیو چار وزارت په خوست او کونړ کې د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې په کابل کې د دغه هیواد سفیر منصور احمد خان احضار کړی.
د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه اپرېل ۱۶ (وري ۲۷) ویلي چې امیر خان متقي او د دفاع وزارت مرستیال ملا شیرین اخند په دغه ناسته کې په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستاني پوځ وروستي بریدونه غندلي او د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د امیر خان متقي له قوله ویل شوي:”د خوست او کونړ په شمول د ټولو نظامي تخطیو مخنیوی دي وشي او دغه ډول پېښې د دواړو همسایه هیوادونو تر منځ اړېکې ترېنګلې کوي چې له همدې ترینګلي حالت څخه به د دواړو هیوادو بد خواهان او مغرضې کړۍ سوء استفاده وکړي او بدې پایلې به ولري.”
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغان لوري لخوا د پاکستان سفیر ته اعتراضیه لیک وسپارل شو تر څو خپلو مشرانو ته یې ورسوي.

Leave a reply