د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان وزیراعظم شهباز شریف ته ټیلیفون کړې، مبارکي ی ورکړې
باغي ټي وي رپورټ
د سعودي عربستان ولی عهد شهزاده محمد بن سلمان د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته ټیلیفون کړې دې او هغه ته یې د وزیراعظم په توګه د ټاکنې مبارکي ورکړه.
د وزيراعظم هاؤس څخه جاري شوي يو بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د سعودي ولي عهد مننه وكړه او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو لپاره يې د سعودي عرب سره د كار كولو عزم څرګند كړو۔
د ټیلیفوني خبرو په ترڅ کې دواړو هېوادونو موافقه وکړه چې د سوداګرۍ، پانګونې او کاري فرصتونو د زیاتولو په ګډون په ټوله سیمه کې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره په ګډه کار وکړي.