شمالي مقدونیې شپږ روسي دیپلوماتان نامطلوب کړي دي

شمالي مقدونیې شپږ روسي دیپلوماتان نامطلوب کړي دي
د اعلامیې له مخې ياد کسان باید د راتلونکو پنځو ورځو په ترڅ کې د شمالي مقدونیې د جمهوریت له قلمرو څخه ووځي. د شمالي مقدونیې په مرکز سکوپیه کې د روسیې سفارت دا تورونه بې بنسټه بللي او د دې اقدام د جدي عواقبو په اړه یې خبرداری ورکړی.
(2022 / 4 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
شمالي مقدونیې شپږ تنه روسي ډيپلوماتان نامطلوب بللي او هغو ته یې له دې هېواده د وتلو امر کړی.
د شمالي مقدونیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، شپږ تنه روسي ډيپلوماتان د ډيپلوماتیکو اړیکو په برخه کې د ویانا له کنوانسیون سره د متضادو فعالیتونو د ترسره کولو له کبله نامطلوب بلل شوي دي.
د اعلامیې له مخې ياد کسان باید د راتلونکو پنځو ورځو په ترڅ کې د شمالي مقدونیې د جمهوریت له قلمرو څخه ووځي. د شمالي مقدونیې په مرکز سکوپیه کې د روسیې سفارت دا تورونه بې بنسټه بللي او د دې اقدام د جدي عواقبو په اړه یې خبرداری ورکړی.
سفارت پر خپل ټویټر لیکلي چې روسي لوری به د دې پرېکړې پر وړاندې لازم اقدامات ترسره کړي. پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته دا دويم ځل دی چې روسي ډيپلوماتان له شمالي مقدونیې څخه ایستل کېږي.





