پنجاب اسمبلۍ کې په ډپټي سپیکر تشدد، خواجه آصف ی په سختو ټکو کې غندنه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ کښې د بدامنۍ په اړه د مسلم ليګ نون مشر خواجه آصف وئيلي دي چې ډپټي سپيکر دوست محمد مزاري ته تر ټولو بد تشدد او د اسمبلۍ تقدس تر پښو لاندې کړے شوے دے۔
قومي اسمبلۍ ته په وينا کې خواجه اصف وويل دپنجاب ډپټي سپيکر وهل شوى دى چې ډير افسوسناک دى.
ده ووئيل دا زمونږ لپاره د شرم خبره ده چې د پارليماني غړي په توګه په ډپټي سپيكر بريد وشو، عمران خان او پروېز الهي په ناوړه حرکتونه کوي، هغه زیاته کړه چې دوي په ناحقه باندې كرسۍ سره نښتل غواړي.
خواجه اصف ویلي د واک انتقال د آئین او قانون مطابق شوی، په پنجاب کې پرویز الهي د ګجرات نه لوفران راوستلي دي، پنجاب کې چې څه روان دي هغه غیر آئیني، غیرقانوني او بدمعاشي ده.
د مسلم لیګ (ن) مشر زیاته کړه چې په پنجاب کې د واک د لېږد بهیر باید له اساسي قانون سره سم وي. پنجاب اسمبلۍ کې ډپټي سپیکر د پي ټي ايي او مسلم لیګ (ق) د خلکو لخوا ځورول شوی او په ډپټي سپیکر تشدد کړی دې، هغه زیاته کړه چې دا ډیره د افسوس او د غم خبره ده چې په اسمبلۍ کې داسې غیرانساني او غیرجمهوري حرکتونه کیږي.





