قامي اسمبلۍ کې د پنجاب اسمبلۍ ډپټي سپیکر باندې د تشدد کولو په ضد قراردادمنظور شو

0
155

باغی ټي وي رپورټ
نن په قومي اسمبلۍ کې په متفقه توګه د پنجاب اسمبلۍ ډپټي سپيکر دوست محمد مزاري باندې د تشدد کولو په ضد قرارداد منظور کړې شوې دې.

د نوي منتخب سپيکر راجه پروېز اشرف په مشرۍ کې د قامي اسمبلۍ په لومړۍ غونډه کې د مسلم ليګ (ن) مشر خواجه اصف د پنجاب اسمبلۍ وضعيت ته اشاره وکړه.

خواجه اصف وويل دپنجاب په اسمبلۍ کې په ډپټي سپيکر بريد شوى چې دا یو ډیر ناوړه او غیر جمهوري کار شوې دې، دپاکستان په پارليماني تاريخ کې ددغه شان ناوړه مثال نۀ دى ترلاسه شوى.

ورسته قومي اسمبلۍ په متفقه توګه يو پريکړه ليک منظور کړو چې په مرستيال سپيکر دوست محمد مزاري يې د بريد کولو په سختو ټکو کې غندنه وکړه او په دې برید کې د ککړو کسانو سره يې دقانوني چلند غوښتنه وکړه.

Leave a reply