د طالبانو حکومت په اقصی جومات کې پر فلسطیني لمونځ کوونکو د اسراییلو برید وغانده
د طالبانو حکومت په اقصی جومات کې پر فلسطیني لمونځ کوونکو د اسراییلو برید وغانده
خبرپاڼه وایي:
“اسلامي امارت پر نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه اسلامي هيوادونو غږ کوي چې د فلسطينيانو د انساني حقونو د اعادې او د اسراييلي مظالمو د مخنيوي لپاره عملي اقدام وکړي.”
(2022 / 4 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی د مسلمانانو لومړنۍ قبلې، اقصی جومات کې پر ملکي فلسطينيانو د اشغالګرو له خوا تاوتريخوالی په سختو ټکو غندي.
یاده خبرپاڼه کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو مخنیوي په برخه کې ګامونه واخلي.
خبرپاڼه وایي:
“اسلامي امارت پر نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه اسلامي هيوادونو غږ کوي چې د فلسطينيانو د انساني حقونو د اعادې او د اسراييلي مظالمو د مخنيوي لپاره عملي اقدام وکړي.”
د یادونې ده چې اسراییلي ځواکونو د جمعې په ورځ د غزې په الاقصی جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې وکړې چې له امله یې تر ۱۵۰ زیات کسان ټپیان شول.