م.م تېرو ۸ میاشتو کې؛ ۲۶ زره افغان روغتيايي پرسونل ته معاشونه ورکړي

0
175

م.م تېرو ۸ میاشتو کې؛ ۲۶ زره افغان روغتيايي پرسونل ته معاشونه ورکړي

دغه پروګرام د افغان ښځو او نارينه وو په لوړ کيفيته روغتيايي خدمتونو له ټینګار سره ویلي، چې په دې موخه یې د شاوخوا ۳ زره افغان روغتيايي مرکزونو نږدې ۲۶ زره روغتيايي پرسونل ته له تېرو ۸ میاشتو راهیسې معاشونه ورکړي دي.

 

(2022 / 4 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام ويلي، چې له تېرو ۸ مياشتو راهيسې یې د افغانستان نږدې ۲۶ زره روغتيايي پرسونل ته معاشونه ورکړي.

دغه پروګرام د افغان ښځو او نارينه وو په لوړ کيفيته روغتيايي خدمتونو له ټینګار سره ویلي، چې په دې موخه یې د شاوخوا ۳ زره افغان روغتيايي مرکزونو نږدې ۲۶ زره روغتيايي پرسونل ته له تېرو ۸ میاشتو راهیسې معاشونه ورکړي دي.

له دې سره، بيا هم د افغانستان د روغتيايي نظام څارونکو بنسټونو اندیښنه څرګنده کړې، چې دغه روغتيايي نظام د سقوط په لور روان دی او پایلې به یې د زرګونو کسانو مړینه وي.

ا.ا له نړیوالو غوښتي، چې د دوی د حکومت د نه رسميت پېژندلو سره بیا هم روغتیایي او بشري مرستې سیاسي نه کړي او د پخوا په شان دوام ورکړي.

Leave a reply