پاکستانیو الوتکو کونړ او خوست ولایت کې بمبارد کړی دی

پاکستانیو الوتکو کونړ او خوست ولایت کې بمبارد کړی دی
په ورته مهال د کونړ شلټن ولسوالۍ اوسېدونکي هم ادعا کوي، چې الوتکو په دې سیمه کې هم بریدونه کړي چې له کبله یې تر اوسه یوه ښځه او پنځه ماشومان وژل شوي دي.
(2022 / 4 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کونړ او خوست ځايي خلک وايي، چې پاکستاني جېټ الوتکو د کونړ او خوست په ځینو ځایونو هوايي بریدونه کړي دي.
خوست کې سرچینې وايي، چې تېره شپه ناوخته پاکستاني الوتکو د خوست ولایت په اوړه، پڅه میلا، میر سفر او کونړای سیمو کې بمبار کړی دی.
په ورته مهال د کونړ شلټن ولسوالۍ اوسېدونکي هم ادعا کوي، چې الوتکو په دې سیمه کې هم بریدونه کړي چې له کبله یې تر اوسه یوه ښځه او پنځه ماشومان وژل شوي دي.
په ورته مهال یو شمېر پاکستاني خبریالانو لیکلي، چې پر خوست او کونړ کې د پاکستاني ځواکونو بریدونو موخه د پاکستاني طالبانو په نښه کول دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.






