اوکراین سره د غرب وروستۍ مرستې؛ روسیې یې پۀ اړه د بدو پایلو خبرداری ورکړی دی

اوکراین سره د غرب وروستۍ مرستې؛ روسیې یې پۀ اړه د بدو پایلو خبرداری ورکړی دی
روسیه داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې امریکا تازه په تازه اوکراین ته د اتیا میلیونو ډالرو په ارزښت خطرناکې او د جګړې د ډګر اغېزناکې وسلې ورکړې دي څو یې د روسیې د یرغل پر وړاندې وکاروي. دې مسئلې روسیه غوسه کړې ده.
(2022 / 4 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیې امریکا ته اوکراین ته د وسلو د ورکړې په تړاو خبرداری ورکړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي امریکا او متحدینو ته یې په ښکاره دا پيغام رسوي چې د اوکراین مسلح کول او دغه هېواد ته لا ډېرې وسلې ورکول به د سیمې او نړۍ وضعیت ته جدي خطرونه جوړ کړي.
سرچینه کاږي چې دا به خورا خطرناکې پایلې ولري، نو امریکا ته په کار ده چې له خپل دغه چلند په شا شي.