وزیراعظم شهباز شریف په پخواني وزیراعظم عمران خان لوی تور لګولې دې

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف په پخواني وزيراعظم عمران خان یو لوی تور لګولې دې. شهباز شریف وایی چې د توشه خانې څخه په ډالۍ کې ترلاسه شوي ډالۍ عمران خان په د دوبۍ کې په څوارلس کروړه روپۍ خرڅې کړي دي.
وزيراعظم هاؤس كښې خبريالانو سره دخبرو په مهال شهباز شريف وئيلي دي چې هغه دا خبره تائيدوي چې عمران خان د خزانې نه(سرکاری توشه خانه) څخه تحفې اخيستې او بهر يې خرڅې كړې دي۔
د خرڅ شوو سوغاتو تفصيلاتو بيانولو سره وزيراعظم ووئيل عمران خان دا تحفې په دوبۍ كښې په 14 كروړه روپو خرڅې كړې، هغه زیاتوي چې په قيمتي سوغات كښې د الماس جواهرات، برېسلېټ او ساعتونه شامل دي۔
شهباز شریف د خبرو په دوام وویل چې یو ځل ماته هم یو ساعت د ډالۍ په توګه ترلاسه شوې وو چې بیا مې په خزانې (توشه خانه ) کې مې جمع کړو، هغه زیاته کړه چې ماته د ډالۍ د پټولو اړتیا نشته.






