عمران خان سبا په کراچۍ کې عوامي غونډې ته وینا کوی

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان تحریک انصاف د پېښور تر غونډې وروسته په کراچۍ کې د پاور شو ترسره کولو اعلان کړې دې او سبا په کراچۍ کی ی د لوی عوامي غونډې اعلان کړې دې.
پي ټي آئي سبا د کراچۍ په مزار قائد کښې د جلسې اعلان کړې دې او په دې لړ کښې انتظاماتو ته حتمی شکل ورکړل شوې دې۔
په دې موقع د پي ټي آیی چیرمین په کراچۍ کې په دې غونډه کې د ګډون کوونکو څخه غوښتي دي چې دوی دې د پاکستان قومي بیرغ راوړي چې د پاکستان سره ددوی اصلي مینې څرګندونه وشي، په دې اړه د پاکستان تحریک انصاف مشر اسد عمر یو ټویټ هم کړې دې او ویلي دي چې خان غواړي چې په دې جلسه کې خلق په ګنړ شمیر ځانونو سره د پاکستان قومي بیرغ راوړي.
انشاء اللہ کل کراچی میں نئ تاریخ رقم ہونے جا رہی ہے. کیونکہ یہ جدوجہد اب سیاسی پارٹی کے لئے نہیں بلکہ حقیقی طور پر آزاد قوم کے لئے ہے، عمران خان کی خواہش ہے کہ کل کے جلسے میں شرکت کرنے والے لوگ زیادہ سے زیادہ تعداد میں پاکستان کا قومی پرچم لے کر آئیں #امپورٹڈ_حکومت_نامنظور pic.twitter.com/0FpkOOtWDD
— Asad Umar (@Asad_Umar) April 15, 2022






