د بیت المقدس په جومات کې د اسرایلي فوځ له لاسه ۱۵۲ فسلطیني مسلمانان ټپیان شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د اسرایلي فوځ له لوري قبضه شوي بیت المقدس کې، اسراییلي ځواکونو د جمعې په سهار په الاقصی جومات برید وکړو، په انګړ کې یې په لمونځ کونکو اوښکې بهیدونکې ګاز او ربړي ګولیو سره ی په دې مبار جومات کې عبادت کوونکي په نښه کړل.
د فلسطین د سرې میاشتې ادارې ویلي، په مسجد الاقصی کې د اسرائیلي ځواکونو د برید له امله ۱۵۲ فلسطینیان ټپیان شوي دي.اسراییلي پولیسو د الاقصی جومات شاوخوا ودانیو کنټرول په لاس کې اخیستی او د مسجد الاقصی د ودانۍ له نیولو وروسته د جومات دروازې تړل شوې دي.د بهرني خبري اژانس له مخې د فلسطيني مقاومت تنظيم حماس په الاقصی جومات کښې د اسرائيلي پوليسو د بربريت اوبرید سخته غندنه کړې ده او د دغې پېښې پړه يې په اسرائيلي فوځ او حکومت اچولې ده.
عربي رسنۍ خبر ورکوي، چې د روانې میاشتې له پیل راهیسې په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو او اسرایلي پوځیانو ترمنځ نښتې روانې دي، چې په ترڅ کې یې ۲۳ فلسطینیان شهیدان شوي او د اسرائیلو په خاوره کې د فلسطینیانو له خوا په څو بریدونو کې د دریو اسراییلي پولیسو په ګډون ۱۴ یهودیان وژل شوي دي.





