د عمران خان په حکومت کې داسې څه نه وو چې امریکا خفه شي: ملیحه لودهي
باغی ټي وي رپورټ
په امریکا کې د پاکستان پخوانۍ سفیرې ملیحه لودهي د پخواني لومړي وزیر عمران خان د “بهرنۍ دسیسې” په اړه څرګندونې کړې دي.
نن جیو نیوز سره خبرو کې ملیحه لودهي ویلي د عمران خان په بهرنۍ پالیسي کې داسې څه نشته چې امریکا دومره په غوسه کړي چې هغه سازش وکړي، هغه وایی چې د بهرني سازش هیڅ حقیقت نشته
پخواني سفير وويل چې دسيسه او لاسوهنې فرق دى، په سفارتي ليکنو کې سخته ژبه کارول کيږي خو دا په دې معنا نه ده چې سازش کيږي.
ياده دې وي چې د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو (آئي ايس پي آر) ډائريکټر جنرل ميجر جنرل بابر افتخار پرون يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال واضحه کړې وه چې د قامي سلامتيا کميټۍ په اعلاميه کې د سازش خبره نه ده شوې او وئيلي يې وؤ ډیمارش کول،او کوم هیواد ته د احتجاج کولو نورې وجهې هم وي.