د فوځ ویاند مطبوعاتي کانفرنس د سیاسي مداخلت تصدیق دې: شاه محمود قریشي

0
194

باغي ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي وائس چيرمين شاه محمود قريشي وئيلي دي چي ډي جي آئي ايس پي آر متوازن پريس کانفرنس کړي، هغه وایی چې ډي جي آئي ايس پي آر زمونږ د سياسي مداخلت دريځ تصديق کړے دے۔
شاه محمود قریشي وویل دا یو پټ سند دی، داسې باید افشا نه شي، په دې کې امنیتي کوډونه دي، دا د پاکستان نظام ته زیان رسولی شي، دا مناسبه نه ده چې خط په ورځپاڼو کې خپور شي او په بازارونو کې وویشل شي.
شاه محمود قريشي زياته کړه چې پريس کانفرنس زمونږ دريځ پياوړى کوي، هر اړخ او ګوند به د ډي جي آئي ايس پي آر د پريس کانفرنس د خپل مطابق تعبير کوي، د امنيتي کميټۍ او د کابينې د خصوصي کميټۍ د غونډې منٹس دې جوډيشل کميشن کې وړاندې کړل شي.

Leave a reply