پاکستان کې پۀ دوو جلا پېښو کې ۸ پوځیان وژل شوي 

0
181

پاکستان کې پۀ دوو جلا پېښو کې ۸ پوځیان وژل شوي 

په دې برید کې ۷ تنه پولیس وژل شوي دي. همدارنګه د شمالي‌ وزیرستان د عشام په سیمه کې هم د وسله والو کسانو او پولیسو ترمنځ نښته شوې چې په پایله کې یو تن امنیتي کس وژل شوی دی. پاکستاني پولیسو ویلي چې له دې بریدونو وروسته په سیمه کې د وسله والو د نیولو په موخه ېې د پلټنې عملیات پیل کړي‌ دي.

 

(2022 / 4  / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په پاکستان کې پر پوځیانو د دوو جلا جلا بریدونو په نتیجه کې ۸ تنه وژل شوي دي.

لومړی برید  پرون ناوخته د شمالي‌ وزیرستان د  دته خیل په سیمه کې د پوځیانو پر موټر وشو. برید کوونکو د پوځیانو پر موټر چې د حرکت په حال کې وو برید کړی.

په دې برید کې ۷ تنه پولیس وژل شوي دي. همدارنګه د شمالي‌ وزیرستان د عشام په سیمه کې هم د وسله والو کسانو او پولیسو ترمنځ نښته شوې چې په پایله کې یو تن امنیتي کس وژل شوی دی.

پاکستاني پولیسو ویلي چې له دې بریدونو وروسته په سیمه کې د وسله والو د نیولو په موخه ېې د پلټنې عملیات پیل کړي‌ دي.

Leave a reply