یونسکو افغانستان کې د زده کړو پروګرام پیلوي

یونسکو افغانستان کې د زده کړو پروګرام پیلوي
د پوهنې وزارت په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پوهنې سرپرست وزیر مولوي منیر د یونسکو د علمي کلتوري ادارې له مسوولانو د مننې په ترڅ کې وویل چې دوی د یونسکو له پروګرامونو سره موافق دي او حاضر دي چې د یوې موافقې د لاسلیک له لارې اجازه ورکړي چې افغانانو ته د لیک لوست لپاره رسمي فعالیت پیل کړي.
(2022 / 4 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملګروملتو کلتوري علمي موسسه، یونسکو غواړي چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د افغانانو لپاره د لیک لوست پروګرام پیل کړي.
د یونسکو مسوولینو سارا ایل عطار او پرنیان وحیدي په دې اړه د پوهنې له سرپرست وزیر مولوي نورالله منیر سره خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې عطار ویلي چې له ۲۳ کلونو راهیسې په افغانستان کې کار کوي او ورته څرګنده شوې چې افغانان د زده کړو استعداد او لېوالتیا لري نو غوره ګڼي چې د دغو استعدادونو د لا ودې لپاره نور کار وکړي.
د پوهنې وزارت په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پوهنې سرپرست وزیر مولوي منیر د یونسکو د علمي کلتوري ادارې له مسوولانو د مننې په ترڅ کې وویل چې دوی د یونسکو له پروګرامونو سره موافق دي او حاضر دي چې د یوې موافقې د لاسلیک له لارې اجازه ورکړي چې افغانانو ته د لیک لوست لپاره رسمي فعالیت پیل کړي.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو خواوو ومنله چې د یوې موافقې متن ترتیب او پر یوه کاري میکانېزم توافق ته د رسېدو لپاره د دوو خواوو تخنیکي ټیمونه راتلونکې اوونۍ خبرې پیل کړي.






