لاهور کې یو تن خپل مور او پلار په ډزو وژلي دي

باغی ټي وي رپورټ
په لاهور کې یوه سړي د خپل مور او پلار، خور او وراره په ګډون پنځه کسان په ډزو وژلي دي
د لاهور په ګرین ټاون سیمه کې امیر چوک کې یوه کور د ډزو پېښه شوې ده.
دپوليسو ترمخه په ډزو کې پنځه کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي اؤ ژوبل کسان دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي. پوليس وائي چي ملزم عابد په خپل خاندان کسانو او د خسر خاندان په کسانو باندي ډزي کړي دي چي له وجي ئي مور، پلار، خور او وراره په موقع مړه شوي دي۔ دپوليسو چارواکو وئيلي دي چې ملزم خپله خواښې هم وژلې ده ملزم عابد نيول شوى او پلټنې پيل کړې شوي دي۔