د روانې میاشتې تر ۳۰ م نیټې به هرڅه راښکاره شي: شیخ رشید

0
36

باغی ټي وي رپورټ
د کورنيو چارو پخواني وزير او د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد ويلي دي چې له پيدايښت څخه دا خبره اوري چې پوځ له سياست سره هيڅ تړاو نه لري.

د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد په يو بيان كښې وئيلي دي چې د راتلونكې مياشتې تر 30مې نېټې پورې به ټولو ته څرګنده شي چې عمران خان څنګه له اقتداره لرې كړے شو، هغه زیاتوي که څوک دا کار ایسارولې شي نو ایسار دې کړي.
ياده دې وي چې د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو (ISPR) ډائريکټر جنرل ميجر جنرل بابر افتخار په خپل يو مطبوعاتي کانفرنس کې پرون وئيلي وو چې د قامي سلامتيا کميټۍ په اعلاميه کې د سازش خبره نه ده شوې او د ډیمارش کولو نورې هم وجهې کیدې شي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې ميجر جنرل بابر افتخار وويل دپارليمنټ هاؤس کې دصدر په چيمبر کې ددوؤ لوړپوړو چارواکو ترمينځ لندنې په اړه هيڅ معلومات نۀ لري . په دې موقع هغه زیاته کړه وه چې له اولس او سیاسي ګوندونو غوښتنه ده چې پوځ دې سیاست ته نه راکاږي او فوځ دې له دې مسلې لرې وساتل شي.

Leave a reply