وزیراعظم شهباز شریف نن په مهمه غونډه کې ګډون کوي

0
145

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن د پاکستان د ډیموکراټیک غورځنګ (PDM) ګوندونو او نورو متحدینو سره د کابینې د جوړولو په اړه د روژه ماتي ډوډۍ لپاره بلنه ورکړې ده.

د حکومتي سرچينو ترمخه وزيراعظم د پي ډي ايم ګوندونو د مشرانو نه علاوه د پيپلز پارټۍ او اے اين پي مشرانو ته هم د افطار بلنه ورکړې ده او د افطار ډوډۍ به په وزيراعظم هاؤس کښې کيږي.

حکومتي سرچینو ویلي چې لومړی وزیر شهباز شریف به د اپوزیشن ګوندونو د مشرانو د ملاتړ څخه هم مننه وکړي.
حکومتي سرچینو دا هم ویلي چې شهباز شریف به له متحدینو سره له سلا مشورو وروسته کابینه نهايي کړي او تمه ده چې د کابینې نومونه به نن شپه اعلان شي.

ياده دې وي چې شهباز شريف د اپرېل په ١١مه د وزيراعظمۍ څوکۍ په غاړه اخېستې وه خو د څلورو ورځو رولنګ باوجود هم وفاقي کابينه جوړه نه شوه.

Leave a reply