امنیتي ځواکونو کابل کې د تبیان فرهنګي مرکز رییس نیولی
امنیتي ځواکونو کابل کې د تبیان فرهنګي مرکز رییس نیولی
د سرچینو په وینا، امنیتي ځواکونو کابل کې د تبیان فرهنګي مرکز رییس یارمحمد رحمتي، ځکه نیولی چې دوه ورځې مخکې یې کابل کې د ایران پر ملاتړ لاریون کړی و او د ایران په سفارت یې ګلونه پاشلي وو چې دا کار یې د افغانانو له احساساتو سره لوبې کول دي.
(2022 / 4 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
کابل کې امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې د اسلامي امارت ځواکونو پرون د تبیان فرهنګي مرکز ته ورغلي او د یاد مرکز رییس یارمحمد رحمتي یې نیولی او ترڅنګ یې د تبیان علمي او فرهنګي مرکز هم تړلی دی.
امنیتي ځواکونو د تبیان فرهنګي مرکز رییس داسې مهال نیسي چې افغانستان کې د ایران خلاف تر لاریونونو وروسته، د یاد مرکز مشرتابه وړمه ورځ کابل کې د ایران پر ملاتړ لاریون کړی و.