روسیې د امریکا د کانګریس پر ځینو غړو بندیز لګولی

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا بندیزونه يې د واشنګتن د تېرې میاشتې د بنديزونو په ځواب کې دي. امريکا تېره مياشت د روسیې د پارلمان پر ۳۲۸ غړو بنديزونه لګولي وو. روسيې ويلي چې د امريکا د کانګريس غړي مسکو ته سفر نه شي کولی.
(2022 / 4 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیې د امریکا د متحدو ایالتونو د کانګرېس پر ۳۹۸ غړو بندیزونه لګولي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا بندیزونه يې د واشنګتن د تېرې میاشتې د بنديزونو په ځواب کې دي. امريکا تېره مياشت د روسیې د پارلمان پر ۳۲۸ غړو بنديزونه لګولي وو. روسيې ويلي چې د امريکا د کانګريس غړي مسکو ته سفر نه شي کولی.
په ورته مهال يې د کاناډا د سنا جرګې پر ۸۷ غړو هم ورته بنديزل لګولی دی. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي چې پر دې بنديزونو بسنه نه کوي، بلکې نور اقدامات هم په پام کې لري.