برېټاتیا د افغانستان جګړې لۀ امله خپله رواني سرتېرو درملنې لپاره بودیجه ډیروي

برېټاتیا د افغانستان جګړې لۀ امله خپله رواني سرتېرو درملنې لپاره بودیجه ډیروي
ویل کېږي چې سلګونه برېټانوي عسکر له رواني ستونزو کړېږي او دا هغه سرتېري دي چې د افغانستان په تېره شل کلنه جګړه کې ښکېل وو. برېټانوي حکومت د نظامي مسایلو له امله ددغه کسانو کره شمېره له رسنیو سره نه ده شریکه کړې.
(2022 / 4 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
برېټانیا د هغو سرتېرو د درملنې لپاره بودیجه ډېروي چې په افغانستان کې یې ماموریت ترسره کړی دی.
د برېټانوي رسنیو د راپورونو له مخې ډېری دغه برېټانوي عسکر له عصبي او رواني ستونزو کړېږي چې د دوی د درملنې او کورنیو د ملاتړ لپاره یې لا ډېرې بودیجې ته اړتیا ده.
د برېټانیا حکومت پرېکړه کړې چې د برېټانوي سرتېرو د خدماتو په برخه کې خیریه بنسټونو او اړوندو اداراتو ته لا ډېره بودیجه ورکړي څو ددغه سرتېرو په درملنه او پالنه کې ګټه ترې واخلي.
ویل کېږي چې سلګونه برېټانوي عسکر له رواني ستونزو کړېږي او دا هغه سرتېري دي چې د افغانستان په تېره شل کلنه جګړه کې ښکېل وو. برېټانوي حکومت د نظامي مسایلو له امله ددغه کسانو کره شمېره له رسنیو سره نه ده شریکه کړې.
تر دې وړاندې د ځينو نورو هېوادونو رسنیو هم خبر ورکړی و، چې له افغانستان ستانه شوي عسکر یې له رواني او عصبي ستونزو سره مخ دي.





