د فوځ ویاند کانفرنس د قومي سلامتي غونډې تصدیق دې، فواد چوهدري

0
176

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري وئيلي دي چي د ډي جي آئي ايس پي آر بيان د قامي سلامتيا کونسل اعلاميې تصديق دې ۔

په يو بيان کې فواد چوهدري وويل اوس مهمه ده چې يو عدالتي کميشن جوړ کړل شي چې دا وڅيړي چې دغه مداخله له کومه شوې ، د دې مداخلت کردارونه څوک وو او چا ددې سازش لپاره په غونډو کې ګډون کړې؟
فواد چوهدري وويل د دې مداخلت د نوعيت پلټنه دې وشي، آيا شهباز شريف د بهرنۍ لاسوهنې په نتيجه کې وزيراعظم ټاکل شوى؟ ځایی اداره کوونکي څوک وو؟ دا ټولې پوښتنې باید د یوه ځواکمن عدالتي کمیشن له لارې مخې ته راشي، قضايي کمیشن باید پلټنې وکړي او هرڅه رښتیا رښتیا مخې ته راوړي.
د يادونې وړ ده چې د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو (ISPR) مشر ميجر جنرال بابر افتخار نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې د ملي امنيت د کميټې په اعلاميه کې د سازش خبره نه ده شوې د احتجاج او ډیمارش کولو نور لاملونه هم شته دي.

Leave a reply