د فوځ ویاند بیان د جمهوریت لپاره تازه هوا په شان دې: بلاول بهټو زرداري

باغی ټي وي رپورټ
د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري د ډي جي آئي اېس پي آر پريس کانفرنس ته غبرګون ښودلی دی او په دې اړه ی و بیان خپور کړې دې.
په يو بيان كښې بلاول ووئيل د ډي جي آئي اېس پي آر پريس كانفرنس د جمهوريت لپاره د تازه هوا په شان دې . هغه اوویل چې د جمهوريت او آئين او قانون ساتلو ذمه واري د ادارو نه بلكې د هر یو پاكستان وګړي ذمه واري ده۔
بلاول وويل د پاکستان د ټولو ستونزو حل جمهوريت، جمهوريت قوي ډيموکراسي ده، که مونږ په دې لاره روان شو نو د پاکستان د پرمختګ مخه به څوک هم نه شي نيولی.
د یادونې ده چې نن د پاکستان فوځ ویاند یو خبري کانفرنس ته وینا کې اوویل چې د پاکستان فوځ سیاست سره څه تعلق نه لري او عمران خان دوی څخه غوښتنه کړې وه چې په تیر کړکیچ کې د دریم ګړي په توګه رول ولوبوی ، هغه تورونه رد کړل چې پاکستان څخه امریکا د اډو ورکولو غوښتنه کړې وه او هغه اوویل چې د قومي سلامتۍ به غونډه کې د کوم سازش نامه نه وه اخستل شوي، ډي جي آیی ایس پی آر د بی بي سی د فوځ سرلښکر په اړه د بیان تردید هم وکړو هغه بیان ی دروغ اوګرځول، د فوځ ویاند دا هم ویلي وو چې د فوځ سرلښکر هیڅ کوم د دندې د ِغځولو غوښتنه کړې ده.






