د پاکستان فوځ ویاند د مطبوعاتي کانفرنس څخه پس د مریم نواز مهم بیان مخې ته راغلې دې

0
222

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ (ن) مرستيالې مريم نواز د پاکستان د پوځ د وياند ميجر جنرل بابر افتخار خبري غونډې څخه پس یو مهم بیان خپور شوې دې.

د ټولنيزې شبکې ټويټر له لارې جاري شوي يو بيان کې مريم خان عمران خان ته په اشاره ویلي دي چې نن ستاسو دروغ ښکاره شول، تاسو د واک د ټينګښت لپاره خطرناکه لوبه کړې ده.

مريم زياته کړه چې “بلکل نه” دا دروغجنه نعره د هغو اډو لپاره کارول شوې کوم چې هيڅکله نه دي غوښتل شوي، هغوي د اسټيبلشمنټ نه د اين آر او غوښتنه کړې، دروغ يې ويلي چې هغوی ورله اپشن ورکړي وو.

مریم وویل، “دا وخت راغلې دې چې ستاسو د هر دروغو حساب وکړې شي. مريم نواز غوښتنه کړې چې عمران خان څخه دې د څوکۍ لپاره د قومي سلامتۍ لپاره سره د لوبو کولو هڅو دې پوره پوره پوښتنه او حساب وکړې شي.
هغې دا هم وویل چې وس زړور شه او مخامخ راشه، د ت تل په څېر مه تښته،هغې زیاته کړه چې وس به دې دا لولس تاسوتېښته کولو ته نه پرېږدي.

Leave a reply