له زرو ډېر اوکرایني سرتیري روسي ځواکونو ته تسلیم شوي

خو د اوکراین د ولسمشر یوه سلاکار ویلي چې په ماریوپول کې د اوکرایني ځواکونو مقاومت دوام لري.
د سټلایټ پرمټ اخیستل شوې ویډیوګانې ښیي چې روسي ځواکونه د اوکراین ختیځ لوري ته په دونباس سیمه کې د پراخو پوځي عملیاتو لپاره د حرکت په حال کې دي.
(2022 / 4 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیه وايي چې په ماریوپول ښار کې تر زرو ډېر اوکرایني پوځیان ورته تسلیم شوي دي.
د روسیې دولتي ټلوېزیون داسې ویډیوګاني خپرې کړي چې ادعا کوي، اوکرایني ځواکونه ورته په دغه سیمه کې تسلیم شوي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ازوستال له صنعتي زون څخه چې د اوکرایني ځواکونو پر بېز بدله شوې، د اور لمبې پورته کېږي.