امریکا وايي طالبان دې د القاعده ډلې ته پام وکړي

0
300

امریکا وايي طاابان دې القاعده ډلې ته پام وکړي

د امریکا د دفاع وزیر نن په کویټ کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې طالبان باید پرنیږدي چې القاعده ډله یو ځل بیا په افغانستان کې سر راپورته کړي.

 

(2021 / 9 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)

د امریکا د دفاع وزیر نن په کویټ کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې طالبان باید پرنیږدي چې القاعده ډله یو ځل بیا په افغانستان کې سر راپورته کړي.

د امریکا د دفاع وزیر جنرال لویداسټین ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته ښایي القاعده ډله یو ځل بیا په افغانستان کې سر راپورته کړي؛ نوموړي ویلي چې دې ټکي ته یې طالبان متوجه کړي او ورته ویلي یې دي چې طالبان دې د القاعده ډلې له شر نه ځان او امریکا وساتي.

بل خوا پولیټیکو نشریې بیا د نوموړي له قوله لیکلي چې په افغانستان کې د داعش ډلې د پیاوړي کېدو احمتال شته چې د هوا له لارې د ځپلو لپاره یې موږ چمتو والی لرو؛ خو دا چې څه ډول  به دغه معلومات ترلاسه کوي دوی تر اوسه د دې لپاره طرحه نده جوړه کړې .

Leave a reply