طالبان: امریکا دې؛ خپل ناسم دریځونه په ډيپلوماټیکه راشه درشه بدل کړي

طالبان: امریکا دې؛ خپل ناسم دریځونه په ډيپلوماټیکه راشه درشه بدل کړي
وروسته تر هغه چې امریکا وویل چې د طالبانو له لوري په تازه کابینه کې یو شمېر کسان د امریکا په تورو لیستونو کې دي…
(2021 / 9 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
وروسته تر هغه چې امریکا وویل چې د طالبانو له لوري په تازه کابینه کې یو شمېر کسان د امریکا په تورو لیستونو کې دي،طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا دا دریځ ناسم بللی دی او زیاته کړې یې ده چې د امریکا دا دریځ د دوحې له تړون څخه ښکاره سرغړونه ده. طالبانو ویلي چې د امریکا دا ډول دریځ د امریکا او افغانستان پر زیان دی او دوی غواړي چې متحده ایالات خپل ناسم دریځونه پر ډیپلوماټیکه راشه درشه بدل کړي. طالبانو د حقاني کورنۍ خپله نه جلا کېدونکې برخه بللې ده او په خبره یې حقاني کوم جلا نوم او تشکیلات نه لري. اعلامیه کې وړاندې راغلي چې د دوحې تړون کې بې له کومې استثنا د طالبانو ټول مسوولین له امریکا سره د تعامل یوه برخه وه چې باید د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه ایستل شوي وای او دا غوښتنه اوس هم پر خپل ځای ده.






