نامتو بریتانوی کارپوه: بریتانیا او امریکا به تر نورو ژر طالبان په رسمیت وپېژني

0
171

نامتو بریتانوی کارپوه: بریتانیا او امریکا به تر نورو ژر طالبان په رسمیت وپېژني

د نوموړي په باور ښایي امریکا او بریتانیا د دې کار په بدل کې له طالبانو څخه وغواړي چې په دغه هېواد کې د دواړو هېوادونو ګټې خوندي پاتې شي.

 

(2021 / 9 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)

د سیاسي چارو یو نامتو بریتانوي شنونکي او د پولیټیکس فیرسټ په نامه د مجلې بنسټګر مارکوس پاپادوپولوس وایي چې امریکا او بریتانیا هڅه کوي چې د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په اړه د نورو هېوادونو نظرونه معلوم کړي. نوموړي زیاته کړې چې دا دوه هېوادونه دغه راز په دې کوشش کې دي چې د طالبانو په اړه عامه ذهنیت جوړ کړي او ښایي تر نورو هېوادونو وړاندې یې دوی په رسمیت وپېژني. د نوموړي په باور ښایي امریکا او بریتانیا د دې کار په بدل کې له طالبانو څخه وغواړي چې په دغه هېواد کې د دواړو هېوادونو ګټې خوندي پاتې شي. هغه ویلي چې طالبان هم په دې پوهېږي چې ډېری هېوادونه په افغانستان کې خپلې ګټې لري او ممکن د بهرنیانو له حضور پرته دغه ډله د بهرنیو هېوادونو له لوري د خپلو ګټو د تحقق پر سر له هغوی سره ستونزې جوړې نه کړي ځکه دا اصل د دوه اړخیزو اړیکو پاللو لپاره مهم دی.

Leave a reply